د ګارډین ورځپاڼې په وینا، د «@Muslim » په نوم یوه مشهوره انسټاګرام پاڼه،چې ۶.۷ میلیونه تعقیبوونکي لري، د هند د حکومت د رسمي غوښتنې په دلیل په هند کې بنده شوې ده.
د دغې پاڼې بنسټګر او مدیر امیر الخطاطبه وویل، چې دا اقدام د میټاشرکت لخوا د رسنیو د سنسور یوه ښکاره بېلګه ده. هغه زیاته کړه، چې دا بندیز ئې د حقیقت خپرولو مخه نه ده نیولې او دا د خپلواکو رسنیو د اغېزمنتیا ثبوت دی.
دا پېښه د هند او پاکستان ترمینځ د تېرو دوو لسیزو په کچه تر ټولو سخت پوځي کړکیچ په اوج کې رامینځته شوې. هند تر دې وړاندې د پاکستان د ۱۲ یوټیوب چینلونو او د پاکستانيو ستورو لکه فواد خان، عاطف اسلم، بابر اعظم، محمد رضوان او د پخواني لومړي وزیر عمران خان په انسټاګرام اکاؤنټونو باندې هم بندیز لګولی دی.
https://iqna.ir/fa/news/4281605